افغان حکومت د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره نوي اقدامات په پام کې نیولي دي.
په دې اړه پرون په ارګ کې د ولسمشر، د دفاع او کورنیوچارو د وزیرانو او نورو چارواکو په ګډون، په یوه غونډه کې بحث وشو.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې غونډه کې د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت پلان نوی شوی او پراخ شوی دی، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په هغه ویډیو کې چې له خبرپاڼې سره یوځای رسنیو ته استول شوې، په کابل کې د امریکا سفیر جان باس، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی او همداراز د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر او غړو هم ګډون کړی و.
د ارګ خبرپانه زیاتوي چې په دې غونډه کې د هېواد ولایتونو ته د انتخاباتي موادو د انتقال په اړه هم خبرې وشوې.