د اسرائیل د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن وویل هېواد يې نن د سوريې له خاورې څخه د ایراني ځواکونو غیر متوقع راکټي بریدونه شنډ کړل.
لیبرمن ویلي پر اسرائیل ویشتل شوي توغندي یا خپل هدف ته نه دي رسېدلي او یا هم په هوا کې له منځه وړل شوي دي.
په همدې حال کې د روسيې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل ۲۸ امریکايي ایف ۱۶ او ایف ۱۵ ډوله جنګي الوتکو نن سهار په سوريه کې ۶۰ راکټي بریدونه کړي دي.
د سوريې د بشري حقونو ډلې چې له لندن فعالیت کوي، ویلي دي چې پر سوريې د اسرائیل په دې برید کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.