ټرمپ د شمالي کوریا له‌خوا د ۳ امریکایانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن هغو درېیو امریکایانو ته هرکلی ووایه چې شمالي کوریا خوشې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د کېم ډونګ چول، کېم سانګ ډوک، کېم هاک سونګ د هرکلي لپاره واشنګټن ته نږدې اندریوس هوايي ډګر ته ورغلی و.

ولسمشر ټرمپ د دې درېیو کسانو د خوشې کولو په خاطر د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون مننه وکړه او وویل چې دی باور لري کېم جونګ اون غواړي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

دا درې امریکايي اتباع د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تر پرونۍ کتنې وروسته خوشې شوي دي.