حبیبي: په خوست کې د وروستیو پېښو عاملان نیول شوي

د خوست ولایت چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د وروستیو دوو بریدونو عاملین د کشفي او امنیتي ادارو له‌خوا نیول شوي چې د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.

دوی زیاتوي، وړمه اوونۍ د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا د «بي. بي. سي» راډیو خبریال احمد شاه او په تعقیب کې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د بمي چاودنې له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د چارواکو په وینا د دواړو یادو پېښو عاملان نیول شوي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي یوې ولسي غونډې ته چې د ولسمشر یو شمېر سلاکارانو او ځايي چارواکو په‌کې برخه اخیستې وه، وویل چې دوی رسنیو او خلکو سره د دواړو پېښو د عاملانو د نیولو ژمنه کړې وه او نن افغان کشفي او امنیتي ادارو دا ژمنه پوره کړه.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"نن به تاسو ته دومره ډاډ درکړم چې الحمدالله د خپلو امنیتي او کشفي ادارو په هلو ځلو سره نن د دواړو پېښو عاملین نیول شوي، تر تحقیقاتو لاندې دي چې د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي."

د خوست والي په دې برخه کې د نیول شویو کسانو په اړه ډېر توضیحات ورنه کړل، خو ويې ویل چې ډېر ژر به په دې برخه کې پوره معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

بل‌خوا کتونکي د امنیتي او کشفي ادارو دا لاسته راوړنه ستایي او زیاتوي چې د امنیتي پېښو د زیاتېدو یو لامل دا دی چې قانون ماتوونکي د پېښې تر پوره روښانتیا نه‌تعقیبېږي چې له کبله‌يې دا ډول خلک په بیا-بیا ورته پېښې کوي.