پسرلی: روان امنیتي وضعیت سوداګر او پانګه‌وال اندېښمن کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، روان امنیتي وضعیت د سوداګرو ترمنځ جدي بې‌باوري او اندېښنې رامنځته کړې دي.

د یادې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې وروستۍ حملې او په ټول هېواد کې ناامنۍ د دې لامل شوي چې پانګه‌وال په دغه هېواد کې د پانګونې لېوالتیا له لاسه ورکړي.

دی وايي، په داسې یوه وضعیت کې دا سخته ده چې بهرني پانګه‌وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانستان امنیت ته پاملرنه ډېره کړي تر څو سوداګر په اسانه سره وکولای شي چې د دغه هېواد اقتصاد وغوړوي.