د افغان ښځینه فوټ‎سال لوبه: کابل کلب، اشیانه لوبډله ماته کړه

د افغانستان د ښځینه فوټ‎سال لوبډلو د مقدماتي سیالیو په لړ کې پرون چهارشنبه یوه سیالۍ ترسره شوه او په یاده سیالۍ کې کابل کلب ۳ـ۱ پر وړاندې د اشیانې لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دغو سیالیو کې نن پنجشنبه د «اینده سازان لوبډله» د اشیانه او د «توانه لوبډله» د عدالت لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د افغانستان د فوټ‎سال فدراسیون د مطبوعاتو د برخې امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې د سې شنبې ورځې راهیسې په کابل کې پیل شوي، په‎کې اته لوبډلې ګډون لري او هدف‌يې د افغانستان په ښځینه فوټ‎سال غوره‎لیګ کې له پلازمېنې څخه د پياوړي استازي غوره کول دي.