ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې خپل اټمي پروګرام بیا پیل نه‌کړي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې خپل اټمي پروګرام بیا پیل نه‌کړي.

ټرمپ پرون چهارشنبه وویل چې زه ایران ته مشوره ورکوم چې دا کار ونه‌کړي او که‌یې وکړ له ډېرو سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

ټرمپ یوه ورځ مخکې تر دې د ایران له اټمي تړونه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

د دې اعلان په اړه ده پرون چهارشنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پر ایران به ژر تر ژره بندیزونه عملي شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"موږ به ډېر سخت بندیزونه ولګوو، تر ټولو سخت چې پر کوم هېوادو مو تر اوسه نه‌دي لګولي. دا بندیزونه به ډېر ژر نافذ شي."

وروسته تر دې چې ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د نړۍ په زیان دی او واشنګټن له دې تړونه په شا کېږي، تهران له غصې ډک عکس‌العمل ښکاره کړ.

د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني د ایران د اټمي چارو له ادارې وغوښتل چې د ټولو اټمي فعالیتونو د پیلېدو لپاره تیاری ونیسي.