د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د تاجکستان له امنیتي پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د امنیت مسئله وڅېړله.
حنیف اتمر پرون چهارشنبه په کابل کې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د رئیس سای مومین یتیموف په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
د ملي امنیت د دفتر ویاند قادر شاه د دې خبرو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پهدې لیدنه کې د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پر بهبود او د سیمهییزې اجماع پر تقویه کېدو خبرې وشوې. دواړو لورو د سرحدونو د امنیت په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، د دې تر څنګیې په سیمهییزه کچه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د اجماع د رامنځته کېدو پر پیاوړتیا بحث وکړ."
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د جمعې په شپه له ترورېزم سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان او تاجکستان د سرحد په اوږدو کې د امنیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.