د افغانستان امنیتي ځواکونه د بغلان تالهوبرفک ولسوالۍ ته له دوو خواوو رسېدلي دي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډيو ته وویل:
"موږ د شمال او جنوب له لوري د تالهوبرفک جغرافیې ته داخل شوي یوو. ډېر ژر به هغو دښمنانو ته چې د ولسوالۍ لپاره ګواښ دی، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو او بېرته به د ولسوالۍ فعالیتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قانون له مخې هلته پیل شي."
د بغلان سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته مخکې ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ طالبانو د تالهوبرفک ولسوالۍ ونیوله، خو دفاع وزارت دا خبره نهتأییدوله.