د کابل ښار په وروستیو حملو د یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې

د نړۍ یو شمېر معتبرو رسنیو په کابل کې د سخت دريځو حملو ته کتلي دي.

  • نیويارک ټايمز

نیويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي، له دغو حملو څخه یوه په شهر نو سیمه کې د اسيا پرمختيايي بانک ته نږدې وشوه چې په افغانستان کې د پروژو تر ټولو مهم تمويلوونکې اداره ده.

ورځپاڼې د دغه بانک د یوه کارکوونکي سيد علم مسعود له قوله ليکلي چې د حملې پر مهال‌يې د همکارانو حال نه‌درلود او وارخطا وو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير په وينا، اتو ځانمرګو بريدګرو د کابل ښار په ډله‎یيزو حملو کې لاس درلود.

نيويارک ټايمز په دشت برچي سيمه کې حملې ته په اشارې لیکلي، د دې سیمې اوسېدونکي چې ډېری یې شيعه مذهبي دي، دې پېښې ډېر اندېښمن کړي دي.

په تېرو درېيو اوونيو کې په همدې سيمه کې د نفوس د احوالو د ثبت پر مراکزو په حملو کې ۶۵ کسان وژل شوي.

د افغانستان محاصره شوی حکومت، اوس له طالبانو او سخت دريځو سره مخامخ دی.
  • ډېلي ټلګراف

بریتانيايي ورځپاڼې ډېلي ټلګراف د چهارشنبې ډله‎یيزو حملو ته پام کړی دی او لیکلي يې دي، کابل په تېرو څو ورځو کې د خونړيو حملو شاهد و چې په‎کې ډېری کسان ووژل شول او ټپيان شول.

د ورځپاڼې په وينا، د افغانستان محاصره شوی حکومت اوس د طالبانو پر تهديد سربېره، د سخت دريځو چې له داعش ډلې سره‌یې بيعت کړی، مخامخ دی.

ډېلي ټلګراف لیکلي:

له داعش ډلې سره اړوندو سخت دريځو نن سبا پر پلازمېنه او طالبانو پر لیرې پرتو سيمو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د عمومي سرپلټونکي جان سوپکو د تېرې اوونۍ څرګندونې هم يادې کړي چې وايي:

د افغانستان له هرو اوو ولسوالیو څخه يوه‌يې د سخت دريځو تر نفوذ يا کنټرول لاندې ده.​

  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې هم د کابل د چهارشنبې ورځې ډله‎ييزو حملو په اړه ليکلي چې يوه پېښه د امريکا سفارت او ناټو مأموريت دفتر ته نږدې وشوه.

د ورځپاڼې په وينا د افغانستان پلازمېنه چې يو وخت ښايي، د دې هېواد تر ټولو باامنه ښار و، نن سبا په يو داسې ښار بدل شوی چې ډېر مرګونه په‎کې کېږي.

سټارز اېنډ سټرایپس همداراز ليکلي چې د لوېديځ ملاتړ لرونکی افغان حکومت د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو تر بريدونو لاندې وو، خو له څه مودې راهيسې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزونه چې غیر نظاميان په‎کې وي، هم تر حملو لاندې راغلي.

د دشت برچي د حملې مسؤليت داعش او د شهر نو بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخیستی.