چارواکي: د پکتیا په ځاځي اریوب کې ۱۱ وسله‌وال ووژل شول

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن چهارشنبه ماسپښین د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سرګل په سیمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې، ۱۱ وسله‌وال ووژل شول.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د کشفي معلوماتو له مخې، یاد وسله‌وال چې د قاري احسان او قاري زبیر د ګروپونو کسان وو، نن د چهارشنبې په ورځ ماسپښین نږدې یوه بجه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

سردار ولي تبسم زیاته کړه چې یادو وسله‌والو به د ځاځي اریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې، د افغان ځواکونو خلاف بریدونه ترسره کول.

دی وایي:

"دغه ګروپونه د قاري احسان‌الله او قاري زبیر په نومونو یادېږي چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوندو سیمو کې به‌يې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول چې نن ماسپښین مهال د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواکونو له‌خوا په نښه شول او له‌منځه ولاړل."

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې په دې بریدونو کې له وسله‌والو پرته افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.