په پکتیا کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

يه پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا د کتاب مینه‌والو ته دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد شفا مشفق وایي، دا نندارتون‌یې د ګردېز ښار د کتاب پلورنځیو، د خصوصي لېسو او دولتي ادارو له کتابتونونو سره په ګډه جوړ کړی.

مشفق وايي، د نندارتون د پرانیستې څخه‌یې هدف په خلکو کې د کتاب لوستل دودول او د ځوان کهول او کتاب ترمنځ د شته واټن راکمول دي چې په خبره‌یې، ۲ ورځې به دوام وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، اوس‌مهال د ګڼو خصوصي کتابتونونو او کتاب پلورنځیو تر څنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تشکیل کې څلور دولتي کتابتونونه د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار، سید کرم، څمکنیو او زرمت ولسوالیو کې فعال دي چې زرګونه ټوکه کتابونه لري.