IPL: نن ممبی اینډينز او کلکته کېنګ نایټ رایډرز ټیمونه لوبه کوي

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې به نن ممبی اینډينز او کلکته کېنګ نایټ رایډرز لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

دا سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې د کلکتې په لوبغالي کې ترسره شي.

د تېرې شپې په لوبه کې بیا راجستان رایلز او پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سیالۍ ټاس رایلز لوبډلې وګاټه او خپله‌يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شویو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته‌يې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

افغان توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ چې په دې سیاليو کې د پنجاب لوبډلې برخه ده په دې سیالۍ کې دوه مقابل لوبغاړي وسوځول او په دې سره‌يې په روانو سیالیو کې د وېکټو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

مجیب ځدراڼ اوس‌مهال د «ای. پي. اېل» سیالیو د غوره توپ اچوونکو په ډله کې درېیم ځای لري.

د سیالۍ په دوهمه پاڼه کې د پنجاب لوبډلې لوبغاړي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ایله د ۱۴۳ منډو په کولو وتوانېدل او سیالۍ يې وبایلله.

د یادولو وړ ده چې اوس‌مهال د دې سیالیو په جدول کې سن رایزرس حیدراباد د ۱۶ نمرو په لرلو لومړی چینايي سوپرکېنګ لوبډله د ۱۴ نمرو په لرلو دوهم، پنجاب لوبډله د ۱۲ نمرو په لرلو درېیم او د کلکتې لوبډله د ۱۰ نمرو په خپلولو سره څلورم ځای لري.