په کابل کې د نجونو د فوټسال مقدماتي سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د نجونو د فوټسال مقدماتي سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ تېره ورځ د کابل د فوټسال د نجونو د اتو ټيمونو ترمنځ د فوټبال په جمنازیوم کې پیل شوې.

ښاغلي شاداب د دغو سیالیو هدف د کابل د نجونو د فوټسال لوبدلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړل.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د اینده سازان ټیم میهن ۸/۱ ماتې ورکړه او دغه‌راز توانا ټیم ۴/۱ استقلال ته لوبه وبایلله.

دغه سیالۍ هره ورځ په کابل کې د دوو لوبډلو ترمنځ کېږي.