ولسمشر غني د ثور ۳مه اوونۍ د صنعت د اوونۍ په نوم یاده کړې

د افغان ولسمشر له لوري د ثور درېيمه اوونۍ د صنعت د اوونۍ په نوم یاده شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې اوونۍ کې تر ډېره د صنعت په برخه کې د لاسته راوړنو او پانګونې په اړه کار کېږي.

دی وايي:

"موږ په تېر یو کال کې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ او پانګې په هدف، له ۲۶ زیات طرزالعملونه او قوانین جوړ کړل او یا غور مو پرې وکړ، اوس‌مهال زموږ ۴۰ ډوله تولیدي توکي په ځان بسیا شوي زموږ صادرات ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي."

نوموړی وايي چې له کورنیو تولیدي توکو څخه د خلکو ملاتړ زیات شوی او په روان لمزیز کال کې به د صنعت او پانګونې په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ولرو.