اشرف غني: انتخابات د حکومت او خلکو لپاره اساسي مسؤلیت دی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، انتخابات د حکومت او خلکو لپاره اساسي مسؤلیت او لومړیتوب دی او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د منلو وړ نه‎دی.

ولسمشر غني چې تېر ماښام‌یې په ارګ کې د انتخاباتو په اړه د یوې غونډې مشري کوله له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوم‎لیکنې د پروسې امنیت ته جدي تدابیر ونیسي.

د ارګ په‎دې غونډه کې پر تذکرو د سټیکر لګولو، د نوم‎لیکنې د مرکزونو امنیت، د نوم‎لیکنې د بهیر تمدید، د انتخاباتو کمېسیون کې په ګمارونو او پر ځینو نورو مسئلو خبرې وشوې.

په‎دې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو، په کابل کې د ځینو هېوادونو سفیرانو، د اروپايي اتحادیې استازي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د حکومت یو شمېر غړو ګډون کړی وو.