د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه له سپینې ماڼۍ څخه په وینا کې اعلان وکړ چې هېواد بهيې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي.
دی وايي:
"زه نن اعلان کوم چې متحده ایالات به د ایران له اټمي معاملې ووځي. په څو شېبو کې به زه یو ریاستي یادداشت لاسلیک کړم چې په دې سره به پر ایراني رژیم له سره اټمي بندیزونه لګېدل پیل شي."
اخوا بیا د ایران ولسمشر حسن روحاني د ډونالد ټرمپ د دې اعلان په عکسالعمل کې خبرداری ورکړ چې که له اروپايي هېوادونو سره د اټمي موافقې په اړه خبرې ناکامه شي، نو تهران به په راتلونکو څو اوونیو کې تر پخوا زیات د یورانیمو غني کول او اټمي فعالیتونه له سره پیل کړي.
بریتانيا، فرانسې او جرمني چې هڅې يې وکړې ولسمشر ټرمپ قانع کړي چې لهدې موافقې ونهوځي، د امریکا د جمهور رئیس د اعلان په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او د امنیتي چارو مسؤله فدریکا موګرېني ویلي چې د ایران اټمي موافقه لویه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه ده او دا اتحادیه بهيې برخه پاتې شي.
د ډونالد ټرمپ تر اعلان مخکې روسيې خبرداری ورکړی و چې که امریکا د ایران له اټمي موافقې ووځي، نو یو جدي حالت به رامنځته شي.