دمیتري مدودف د روسیې د صدراعظم په توګه تأیید شو

دمیتري مدودف

د روسيې پارلمان د استازو جرګې «دوما» دمیتري مدودف د دې هېواد د صدراعظم په توګه تأیید کړ.

د استازو ۳۷۴ غړو د ۵۶ رأیو په مقابل دمیتري مدودف ته رأیه ورکړه.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د بلې ریاستي دورې له پیلولو څو ساعته وروسته د صدراعظم په توګه د مدودف د کار د دوام غوښتنه وکړه.

د روسيې په پارلمان کې د متحده روسيې ګوند چې ۵۲ کلن دمیتري مدودف‌يې مشري کوي، اکثریت لري.

د روسيې د اساسي قانون له مخې د نوې ریاستي دورې په پیل سره حکومت باید استعفا ورکړي او نوی حکومت جوړېږي.