د ارمنستان منتخب صدراعظم نیکول پاشینیان پرون سې شنبه ماښام د دې هېواد له ولسمشر ارمن سارګسیان سره وکتل.
ولسمشر سارګسیان په رسمي ډول د صدراعظم په توګه د پاشینیان ټاکنه لاسلیک کړه.
تر دې څو ساعته مخکې د ارمنستان پارلمان د ۴۲ منفي رأیو په مقابل کې په ۵۹ رأیو سره پاشینیان د نوي صدراعظم په توګه تأیید کړ.
د روانې مې میاشت په لومړۍ نېټه نیکول پاشینیان نهو توانېدلی چې د پارلمان د اکثریت غړو ملاتړ ترلاسه کړي.
د ارمنستان ولسمشر له پاشینیان څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره خپل حکومت تشکیل کړي او د هغو ستونزو په اړه چې دا هېواد ورسره مخامخ دی له ټولو خواو سره خبرې پیل کړي.