- واشنګټن پوسټ
امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه مقاله خپره کړې ده چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې په اړهیې خپور کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا تېره میاشت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ ماشومان وژل شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د حکومت د دې ادعاوو په اړه چې پوځي هلیکوپټرو په دشت ارچي کې پر طالبانو ډزې کړې دي، قطعي قضاوت نهشي کولای.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دې برید په اړه چې د اپرېل په دوهمه ترسره شو، د حکومت څېړنې وخت ته اړتیا لري او لا بشپړې شوې نهدي.
پهدې ترڅ کې د بشري حقونو د څار ډلې په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د یاغیانو بریدونه زیات شوي دي.
پهدې راپور کې راغلي دي چې د قربانیانو خپل خپلوان مالي مرستو، روغتیایي اسانتیاوو او ټولنیزو رواني مرستو ته اړتیا لري.
د لوېدیځ دوو نورو چاپي خپرونو بیا د افغانستان د سپورټ دوو مهمو برخو ته کتلي دي، فوټبال او کرکټ ته.
- ګارډین
ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم د کپټانې په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکي:
په ګڼو هېوادونو کې چې کله ښځې فوټبال کوي، نو باید له منفي چلندونو سره مبارزه وکړي.
ګارډین څرګندوي، که څه هم په افغانستان کې طالبان نور په واک کې نهدي، خو له دوی پاتې فکر لا هم په دغه جګړه ځپلي هېواد کې ژورې ریښې لري.
په ورځپاڼه کې وړاندې راغلي چې د ښځو فوټبال په افغانستان کې د مرګ او ژوند خبره ده.
د افغانستان د ملي ټیم کپټانه شبنم مبارز درې کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره ډنمارک ته مهاجره شوه.
د ورځپاڼې په وینا دا دوه میاشتې مخکې افغانستان ته تللې وه.
شبنم مبارز وایي، په افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو لپاره ژوند خورا سخت دی.
د ورځپاڼې په باور ۲۲ کلنه مبارز کولای شي چې د ډنمارک لپاره ولوبېږي، خو دا وایي، زه غواړم چې د خپل هېواد د زړورو نجونو لپاره سختې هڅې وکړم.
- د انګلستان د کرکټر خپرونه
د لوبو له ډګره د انګلستان د کرکټر خپرونې بیا د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ د پنځه ورځنۍ لوبې په اړه لیکلي دي چې د افغانستان د تاریخ په لومړي ټېسټ مېچ کې به د هند کپټان لوبه ونهکړي، ځکه چې ویرات کوهلي په جون میاشت کې د انګلستان له «سري» کرکټ ټیم سره د لوبو تړون کړی دی.
نو اجینکیا راهاني به په بنګلور کې د هند د ټیم د دې پنځه ورځنۍ لوبې کپټان وي.