سره میاشت: تېرکال نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسول شوي

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي چې تېرکال یې نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسولې دي.

د دې خیریه ټولنې مشرې نیلاب مبارز په کابل کې د سرې میاشتې یا هلال احمر د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت غونډه کې دغه راز وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د دې ټولنې د رضا کارانو شمېر۲۵ زره کسانو ته رسېږي چې د جګړې د قربانیانو د جسدونو د انتقال او د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په ګډون، په ډېرو برخو کې مرسته کوي.

د سرې میاشتې د ټولنې مسؤلینو نن سې شنبه بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه زیاته کړي.

نن د مې اتمه د حلال احمر او د نړیوال سره صلیب ټولنو نړیواله ورځ ده.