د روسیې پارلمان نن دمیتري مدودف د صدراعظم په توګه ټاکي

د روسیې پارلمان یا دوما به نن یوه ورځ وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون اعلان وکړ چې دمیتري مدودف به د صدراعظم په توګه خپل کار ته دوام ورکړي، هغه د یوې بلې دورې لپاره تأیید کړي.

پوتین پرون په رسمي توګه د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له هغې څو ساعته وروسته‌یې د پارلمان ولسي جرګې ته د تأیید لپاره مدودف د صدراعظم په توګه وروپېژاند.

په دوما کې د پوتین د متحدې روسیې ګوند چې مدودف‌یې مشر دی، نفوذ لري.

د روسیې د اساسي قانون له مخې کله چې د نوي ولسمشر دنده پیلېږي، حکومت باید ړنګ شي.

۵۲ کلن مدودف په ۲۰۰۸ کال کې د پوتین له‌خوا چې د اساسي قانون له مخې یې ټاکلی حد یعنې د ولسمشرۍ دوه دورې پوره کړې وې، د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.

پوتین بیا په ۲۰۱۲ کال کې له مدودف سره چې هغه ته وفادار دی، څوکۍ بدلې کړې.

پوتین ولسمشر شو او مدودف هم د صدراعظم په توګه وټاکل شو.