د ارمنستان پارلمان د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
پاشینیان ته د پارلمان ۵۹ غړو موافقې او ۴۲ مخالفې رأیې ورکړي.
پاشینیان له ټاکل کېدو وروسته پارلمان ته په وینا کې وویل:
"درنو همکارانو، د دغې رأیې اچونې او له چلنده مو مننه کوم، یوازې غواړم دا خبره وکړم، زه د ارمنستان جمهوریت د خلکو لپاره خدمت کوم، زه د ارمنستان جمهوریت ته خدمت کوم، مننه."
د مې په لومړۍ نېټه تر لومړي ځل رأیې اچونې وروسته چې هغه بریالی نشو، په پارلمان کې د واکمن جمهوریپال ګوند مشر وویل چې په بل ځل کې به د دې ګوند یولس غړي هغه ته رأیې ورکړي.
پاشینیان په دې هېواد کې د بدلون راوستو لپاره له څو اوونیو راهیسې اعتراضي مظاهرې تنظیم کړې وې.