په داسې حال کې چې پانګهوال د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته چې ایا د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټمي تړونه وځي او که پاتې کېږي، سترګې په لاره دي، د تېلو بیې د ۲۰۱۴ میلادي کال د نومبر له میاشتې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ختلې دي.
ټاکل شوې چې ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د واشنګټن په سیمهییز وخت دوه بجې چې د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ نیمې بجې کېږي، په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او اکثره پانګهوال تمه کوي چې متحده ایالات به له دغه تړونه ووځي.
په دې کار سره به د ایران د تېلو پر سکټور او د هغه هېواد پر مرکزي بانک د امریکا بندیزونه بېرته ولګول شي او د تېلو له دې ستر تولیدوونکي هېواد سره به کړکېچ پورته لاړ شي.
د لندن د تېلو په بازار کې د یوه بېرل اومه تېلو بیه ۷۶ ډالره او ۱۷ سنټو ته وختله چې دا د ۲۰۱۴ کال له وروستیو راپدېخوا د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده.
ټرمپ له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال تړون ناقص بللی او خبرداری یې ورکړی و چې که په دې تړون کې اصلاحات رانهشي، د مې په ۱۲مه یعنې څلور ورځې وروسته به له دغه تړونه ووځي.