"م. م": افغان هوايي ځواک د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې پاتې راغلی

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان پر هوایي ځواک په انتقاد سره ویلي چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اپرېل د دوهمې نېټې په برید کې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

یوناما د دوشنبې په ورځ په‎دې اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د افغانستان د هوایي ځواک هلیکوپټرو په راکټونو او درنو وسلو د دشت ارچي په لغماني کلي کې یوه مذهبي غونډه په نښه کړې چې په نتیجه کې یې ۱۰۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یوناما په خبره په‎دې برید کې د ۳۰ ماشومانو وژل د افغانستان د حکومت له لوري احتیاطي اقداماتو ته د درناوي په برخه کې پوښتنې راپورته کوي.

د دغه راپور په غبرګون کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، د اپرېل د دوهمې نېټې د دغه برید په اړه د حکومت تحقیق نه‎دی بشپړ شوی او لا ډېر وخت ته اړتیا لري.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې دې ته اړتیا ده چې د دې پېښې په اړه لا ډېره ارزونه وشي.