چارواکي: د ارزګان په چورې کې ۴ طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي

چارواکي وايي د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۴ وسله‌وال طالبان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي.

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي زیاتوي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه د بریدونو پر مهال ۲ وسله‌وال طالبان او یو پولیس ټپیان شوي هم دي.

د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ ولسوال امین‌الله خالقي نن دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شااوخوا ۷ بجې د یادې ولسوالۍ د نانیزو په سیمه کې د ملي اردو پر مېشتو امنیتي پوستو کړي دي.

نوموړی وايي، اوس په سیمه کې وضعيت عادي دی.

بل‌خوا بیا په سیمه کې د طالبانو یوې سرچينې چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په یادو بریدونو کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.