د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د جمهوري ریاست د نوې شپږ کلنې دورې لوړه وکړه.
د هغه پلویان وايي چې پوتین د خپل حاکمیت په کلونو کې روسیه چې د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله په ګونډو شوې وه، بېرته په پښو ودروله او له ستونزو یې خلاصه کړه، خو د هغه مخالفان وايي چې پوتین دیکتاتور دی.
ولادیمیر پوتین نن دوشنبه د لوړې په مراسمو کې چې په کرملېن کې جوړ شوي وو، وویل:
"زه قسم خورم چې د روسیې د فدراسیون د ولسمشر په توګه له خپل واکه به د خلکو ازادۍ ته درناوی کوم او ساتنه بهیې کوم، د روسیې د فدراسیون له اساسي قانونه به دفاع کوم او درناوی به ورته کوم، د خپل هېواد له استقلال، ازادۍ، امنیت او د خاورې له بشپړتیا به دفاع کوم او په ایماندارۍ به ولس ته خدمت کوم."
د روسیې ولسمشر د مارچ په میاشت کې بله ریاستي دوره په انتخاباتو کې وګټله چې سخت انتقادونه هم ورباندې وشول.
د روسیې په انتخاباتو کې د زیاتو درغلیو راپورونه خپاره شول چې د ۱۰ ميلیونه غیر مشروع رأیو استعمال هم پهکې دی.
په روسیه کې د جمهور رئیس پوتین د واکمنۍ پر ضد له څو ورځو راهیسې پراخې مظاهرې کېدې او د لوړې تر مراسمو دوه ورځې وړاندې پولیسو د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالني په ګډون ۱۶۰۰ اعتراض کوونکي ونیول.
پولیسو ډېر کسان بېرته خوشې کړل، خو د ناوالني په ګډون، ډېر مخالفان محاکمې ته منتظر دي.
د ولادیمير پوتین د جمهوري ریاست نوې دوره په داسې وخت کې پیل شوې چې روسیه له غربي دولتونو سره پر دې چې له اوکراینهيې په زوره د کريمیا ټاپو وزمه جلا او له ځان سره الحاق کړې، سیاسي مشکلات لري.
د امریکا د جمهوري ریاست په وروستیو ټاکنو کې لاسوهنه او په سوریه کې د بشارالاسد له رژیمه ملاتړ هم هغه مسایل دي چې د روسیې او غربي دولتونو ترمنځ په اړیکو کې یې ستونزې پېدا کړې دي.
ولادیمیر پوتین
پوتین ژمنه کړې چې په روسیه کې به فقر یا نیستي کمه کړي، روغتیايي خدمات او زېربنايي پروژې به پرمختللې او عصري کړي، د روسیې د اقتصادي پرمختګ لپاره به پرمختللې ټکنالوژي کاروي او د هغه هېواد د خلکو د ژوند معیار به لوړ کړي.
ولادیمیر پوتین نن په کرملېن کې وویل:
"په وروستیو کلونو کې زموږ هېواد ډېر پرمختګ کړی، موږ نهیوازې دا چې د ستونزو پر وړاندې غبرګون څرګند کړی، د خپل پرمختګ قابلیت مو هم زیات کړی دی."
ولادیمیر پوتین ۵۶ کلن دی.
هغه له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په روسیه کې د صدراعظم او جمهور رئیس په توګه په واک کې پاتې شوی دی.
دا لا نهده څرګنده چې له خلکو سره کړې ژمنې به څومره عملي کړي، خو د بلومبرګ په نوم د یوه تحقیقاتي مرکز په څېړنه کې ویل شوي چې پوتین خپلې ډېرې هغه ژمنې چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې له خلکو سره کړې وې، نهدي عملي کړي.