ټاکل شوې چې نن د لبنان د پارلماني انتخاباتو رسمي پایلې اعلان شي

ټاکل شوې چې د نن ورځې په وروستیو کې د لبنان د پارلماني انتخاباتو رسمي پایلې اعلان شي.

د لبنان خلکو په تېرو نهو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، پرون یکشنبه په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ او د خپلې خوښې کاندیدانو ته‌یې رأيې ورکړې.

د راپورونو په حواله، تمه ده چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې جوړېدونکی حکومت به په لبنان کې اقتصادي اصلاحات راولي، خو په دې کې شک دی چې د سیاسي کړکېچ له حل سره به زیاته مرسته وکړي.

په لبنان کې مطبوعات د یو شمېر سیاسي کړیو په حواله خبر ورکوي چې په پارلماني ټاکنو کې زیاتې څوکۍ د حزب‌الله ډلې ګټلې دي.

حزب‌الله په لبنان کې د اکثر شیعه‌ګانو، وسله‌واله ډله ده چې ایران‌یې ملاتړ کوي.

داسې انګېرل کېږي چې دې ډلې په پارلماني ټاکنو کې د لبنان د پارلمان له ۱۲۸ څوکیو نیمايي برخه ګټلې ده.

که چېرې د ټاکنو په رسمي پایلو کې چې دا خبر تأيید شي، د لبنان په پارلمان کې د اکثریت ګټل به د حزب‌الله موقف له سیاسي پلوه، د نورو ګوندونو په وړاندې پیاوړی کړي.

غیر رسمي پایلې څرګندوي چې د لبنان صدراعظم سعد الحریري به چې غرب‌یې پلوي کوي، په پارلمان کې د خپلو سني پلویانو لویه برخه ولري.

حریري به د پارلمان د زیاتو څوکیو له بایللو سره هم، په پیاوړي موقف کې پاتې شي، څو نوی حکومت تشکیل کړي.

سعد الحریري

خو دا چې د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې زیاتې څوکۍ ګټي، په ټوله سیمه کې د دې وسله‌والې ډلې د سیاسي حضور د پراختیا اندېښنې زیاتوي.

د امریکا متحده ایالاتو حزب‌الله د ترورېستي ډلو په لېست کې شامله کړې او د اسرائیل له سترو دښمنانو بلل کېږي.

د لبنان د پارلمان د کار موده په ۲۰۱۳ کال کې پای ته رسېدلې وه.

خو په لبنان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ، د سوریې د جګړې او نورو ستونزو له امله د زاړه پارلمان کاري موده څو ځلې تمدید شوه.

په لبنان کې سیاسي ډلې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ ونه‌توانېدې چې د هغه هېواد نوی ولسمشر وټاکي چې په هغه هېواد کې سیاسي بې‌ثباتي لا ورسره زیاته شوه.

د لبنان د انتخاباتو د قانون په اصلاح کې تأخیر او ستونزې، د پارلماني ټاکنو د ځنډ یو بل دلیل ګڼل کېږي.

په لبنان کې درې نیم ميلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي او ویل کېږي چې په پرونیو ټاکنو کې ۴۹،۲ فیصده کسانو ګډون کړی دی.

د انتخاباتو څارونکو ویلي چې د لبنان په پلازمېنه او شمالي سیمو کې د رأی ورکوونکو ګډون د جنوبي سیمو په پرتله چې د حزب‌الله ډله په‌کې واکمنه ده، کم و.

د لبنان د پارلمان د ۱۲۸ څوکیو لپاره ۶۰۰ کسان کاندید شوي وو.

انتخابات تر شدیدې امنیتي څارنې لاندې ترسره شول.

د اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو سازمانونو څارونکي د څارنې لپاره لبنان ته ورغلي دي.