د انتخاباتو کمېسيون د نوم ثبتولو د مرکزونو د امنیت غوښتنه وکړه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له امنيتي مسؤلينو د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو د مرکزونو د امنیت د ټينګښت غوښتنه وکړه.

د دغه کمېسيون مالي او اداري مرستيال معاذ الله دولتي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، د رأی ورکوونکو پر مرکزونو د حملو دوام د نوم ثبتولو په بهير کې د خلکو پر ګډون بد اغېز کړى دى.

دی وایي:

"تمه مو دا ده چې امنيتي ځواکونو چې کومه ژمنه راسره کړې، جدي عمل ورباندې وکړي، تر ممکن حده دې د ترورېزم مخه ونيسي چې خلک په خونديتوب سره په دې پروسه کې ګډون وکړي او کارکوونکي مو په بهتر خونديتوب سره خپل کار وکړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې پرون په خوست کې د ولايتي ادارې په خبره، په يوه جومات کې چې د نوم ثبتولو مرکز هم په‌کې و، چاودنې ١٧ کسان ووژل او تر ٣٠ زيات‌یې ټپيان کړل.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤليت چا نه‌دى منلى.

تر دې مخکې هم په ځينو ولايتونو کې د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو پر مرکزونو دا ډول حملې شوې دي.