د کابل امنیتي چارواکي وایي، د کابل په ښار کې په نننۍ چاودنه کې یوازې ځانوژونکی بریدګر وژل شوی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر چې د چاودېدونکو توکو واسکټیې پر تن و، غوښتلیې چې په کابل کې د وروستۍ پېښې ټپیانو ته د وینې ټولونې په خاطر یوه درېدلې خیمه په نښه کړي.
دی وایي، بریدګر هدف ته تر رسېدو دمخه امنیتي ځواکونو وپېژاند او ویېواژه.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې چاته زیان نهدی اوښتی.