تمه کېږي چې نن د ورځې په اوږدو کې د لبنان د پرونیو پارلماني انتخاباتو لومړنۍ پایلې څرګندې شي.
په همدې حال کې د لبنان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې پهدې انتخاباتو کې د خلکو د ګډون اندازه د تمې خلاف څه د پاسه ۴۹ په سلو کې ثبت شوې ده.
نهاد المشنوق پرون یکشنبه ناوخته وویل، د رأی ورکولو قانون نوی دی او زیاتره رأی ورکوونکي پرې نهپوهېږي.
د هغه په خبره همدا سبب و چې د رأی اچونې پهیر ډېر ټکنی وو او د خلکو ونډه کمه وه.
شااوخوا ۳،۶ میلیونه رأی ورکوونکو د پارلمان د ۱۲۸ غړو د ټاکلو لپاره ۶۰۰ کاندیدانو ته د رأی ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې وه.
څارونکي د صدراعظم سعدالحریري د واکمن ګوند او د شیعه ډلې حزبالله سیالي له نږدې څاري.
سعودي عربستان له حریري او ایران د حزبالله شیعه ډلې ملاتړ کوي.