د خوست والي د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره له چارواکو سره غږېدلی

د خوست والي وايي، د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره‌یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

حکم خان حبیبي دا خبره پرون شپه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړه.

ښاغلي حبیبي په‎داسې حال کې د ټاکنو د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه وغږېد چې پرون یکشنبه د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې د یعقوبیو په جومات چې په‎کې ټاکنو ته نوم‎لیکنه هم کېدله بمي برید وشو.

د دې برید او نورو امنیتي مسایلو په اړه د ازادي راډیو خبریال صفي‎الله ستانکزي د خوست له والي حکم خان حبیبي سره مرکه کړې ده او په سر کې یې د پرونۍ پېښې وروستي جزئیات پوښتلي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي حبیبي سره مرکه