د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د چارواکو اختلافات او د واشنګټن پوسټ تبصره

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف ته کتنه کړې ده او لیکي:

ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو د ملي پروسې لپاره د برښنايي تذکرو د وېش ځنډېدلی بهیر رسماً پیل کړ، خو د حکومت شریکانو یې خبرداری ورکړی چې دا کار به برعکس، په هېواد کې سیاسي او قومي کړکېچ وپاروي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

دا لانجه په‎داسې حال کې رابرسېره شوې چې پارلماني انتخاباتو ته یوازې شپږ میاشتې پاتې دي او ورپسې د ولسمشرۍ انتخابات هم کېدونکي دي.

ورځپاڼه لیکي تمه ده چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به جمهور رئیس اشرف غني کاندید وي، خو تر اوسه معلومه نه‎ده چې عبدالله عبدالله به هم له ده سره یوځای وي او که به په خپله ځان کاندید کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د انتخاباتو په درشل کې د وسله‎والو طالبانو د فعالیتونو او د رأی ورکولو لپاره د نوم‎لیکنې په بهیر کې د لږو خلکو د ګډون په څېر یو لړ ستونزې راولاړې شوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د انتخاباتو د امنیت او سیاسي ثبات په برخه کې د اندېښنو له زیاتېدو سره څارونکي په‎دې اړه بحث کوي چې ایا د سختو امنیتي ګواښونو په سیوري کې غیر شفاف انتخابات به غوره وي او که له انتخاباتو تېرېدل.

  • انډيپنډنټ

بریتانوۍ ورځپاڼې انډيپنډنټ د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو ترجمانانو ته‌یې په بریتانیا کې د استوګنې شرایط اسانه کړي دي، یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي چې افغان ترجمانان لا هم له بریتانیا د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ هغه کسان چې د بریتانیا له پوځ سره‌یې د ترجمانانو په توګه کار کړی دی، د دایمي ویزې د اخیستلو لپاره له ۲۵۰۰ انګلیسي پونډه مالیې معاف کړل، خو دا امتیاز یوازې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له یوه پروګرام سره سم په بریتانیا کې د استوګنې پنځه کلنه ویزه ورکړل شوې او ټول ترجمانان نه‎دي په‎کې شامل.

حفیظ‎الله حسین‎خېل چې دوه کاله په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو ترجمان و، خو د سیاسي پناه غوښتنه‌یې رد شوې ده، انډيپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، دا د افغان ترجمانانو لپاره ډېر ښه خبر و، خو ده ته‌یې ګټه نه‌رسېږي.

حسین‎خېل وايي چې له ده سره په بریتانیا کې لا هم د یوه جنایتکار په توګه چلند کېږي.