د بغلان چارواکي وایي، د ۷ یرغمل شویو هندي انجنیرانو او د هغوی د یوه افغان ډریور د خوشې کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دغه انجنیران نن سهار د خواجه الوان په سیمه کې د برښنا د سب سټېشن د څارنې لپاره د چشمه شیر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو چې د ملایان په سړک کې د وسله والو مخالفینو له خوا وتښتول شول."
د بغلان والي عبدالحی نعمتي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې
د قومي مشرانو په مرسته هڅې پیل شوي چې یرغمل شوي هندیان او د هغوی افغان ډریور ډېر ژر د وسله والو له منګولو را خوشې شي.
په کابل کې د هند سفارت هم دغه پېښه تأیید کړې ده.
تراوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د راپورونو له مخې، له هغې سیمې چې دوی تښتول شوي، هغه د وسله والو طالبانو د فعالیت ساحه ده.