د لبنان خلک په تېرو نهو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پارلماني انتخاباتو کې رأیې ورکوي.
په ټول لبنان کې خلک نن یکشنبه سهار وختي د رأیې ورکولو د حوزو مخې ته په لیکو کې ولاړ وو، څو په تېرو نهو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړي.
په داسې حال کې چې په لبنان کې سیاسي کړکېچ پراخ شوی، د هېواد په کچه د رأیې ورکولو د مرکزونو او لویو څلورلارو د امنیت لپاره د پوځ او پولیسو زرګونه سرتېرو ته دنده ورکړل شوې وه.
انتخاباتي کمپاینونه هم کړکېچن وو، ځکه د ټولو سیاسي ډلو پلویان فعال شوي او په تېرو څو اوونیو کې له ځینو سیمو د لاس او ګریوان جګړو او ډزو راپورونه هم ورکړل شوي.
په دې ترڅ کې اصلي مبارزه د لوېدیځ پلوي صدراعظم سعدحریري په مشرۍ د ائتلاف او د ایران پلوې شیعه ډلې حزب الله ترمنځ روانه ده.
سعد حریري
ښاغلي حریري نن د بیروت په یوه ښوونځي کې د رأیې ورکولو مرکز ته ولاړ، تقریباً شل دقیقې یې انتظار وایست او د خپلې رأیې له کارولو مخکې یې خبریالانو ته وویل:
"د لبنان ټول وګړي باید رأیې ورکولو ته را ووځي او خپله د هېواد پالنې دنده ترسره کړي، که دوی هغو کسانو ته چې خوښ یې دي، رأیې ورکړي، نو دا کار به یې د هېواد د پرمختګ باعث شي."
د لبنان په انتخاباتو کې له درې نیم میلیونو زیات کسان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي او تمه ده چې نتایج به یې په سیمه يیز وخت د ماښام په اوو بجو د رأیې ورکولو د مرکزونو له بندېدو وروسته، اعلان شي.
که څه هم اټکل کېږي چې د دې انتخاباتو په پای کې به په پارلمان کې د حزب الله څوکۍ زیاتې او د حریري څوکۍ کمې شي، خو تمه ده چې د ملي وحدت د نوي حکومت د جوړولو دنده به بیا حریري ته وسپارل شي.
دا انتخابات د لبنان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګڼل کېږي، خو څارونکي شک لري چې په دې هېواد کې به په قدرت کې د توازن راوستو باعث شي.
د لبنان انتخابات د سني سعودي عربستان او شیعه ایران ترمنځ چې د سیالو ډلو ملاتړ کوي، د سیمه ییز رقابت څرګندونه هم کوي.
د لبنان د پارلمان د کار موده په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پای ته ورسېده، خو وکیلانو د هغې بې امنیتۍ له کبله چې علت یې دوی د سوریې کورنۍ جګړه بولي، خپله د کار موده څوځلې تمدید کړې ده.