برمک: د افغانستان پنځوس په سلو کې پولیس او حتی ځیني افسران بېسواده دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، افغان پولیس د دې وړتیا نه لري چې انتحاریان له رواني پلوه وپېژني.

ویس احمد برمک چې د یکشنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې خبرې کولې، وویل چې وسله والو مخالفينو د خپلو حملو تکتیکونه بدل کړي او د موټر بم چاودونو پرځای، اوس تر ډېره یو کسیزې انتحاري حملې کوي.

د ښاغلي برمک په خبره، پنځوس په سلو کې افغان پولیس او حتی ځیني پولیس افسران هم بېسواده دي چې دې ستونزې ورته د انتحاریانو پېژندل ګران کړي دي.

ویس احمد برمک

نوموړی وایي:

"زه تاسې ته واقعیت وایم، د ښوونې او روزنې له پلوه ستاسې پولیس د دې وړتیا نه لري چې له رواني پلوه یو انتحاري تشخیص کړي، دا ځواب زه تاسې ته په شپږو میاشتو کې نه شم ویلای، دېته باید په تېرو ۱۷ کلونو کې ځواب ویل شوی وای، ټولو دوستانو چې وزارت یې رهبري کړی، باید دې ته یې پام کړی وای، نن ورځ ستاسې پنځوس په سلو کې پولیس بېسواده دي."

د کورنیو چارو د وزیر تر څنګ د ملي امنیت د عمومي ریاست یو مرستیال هم د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وربلل شوی و، خو دغه امنیتي مسؤل په سرې غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

ویس احمد برمک له ټولو افغانانو او سیاستوالو وغوښتل چې یو بل ته لاسونه ورکړي، د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره کار وکړي او له دوی سره په خوا کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ودرېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ریاست مرستیال داسې مهال مشرانو جرګې ته استجواب شوي و چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان، په ځانګړي ډول پایتخت کې د وسله والو مخالفينو حملې زیاتې شوې دي.

په دې وروستیو دوو ورځو کې د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه.

دغه شان د کابل په څو بېلابېلو برخو کې انتحاري حملې وشوې چې تر ټولو وروستۍ او خونړۍ یې د کابل په شش درک سیمه کې وه چې د نورو تر څنګ په کې ۹ افغان خبریالان هم وژل شول.

د مشرانو جرګې غړي وايي، امنیتي بنسټونه د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې ناغېړي کړې ده.

د افغان سناتورانو په وینا، دا مهال ټول افغانان د امنیت احساس نه کوي او باید امنیتي ادارې جدي تدابیر ونیسي.

محمد هاشم الکوزی

د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل:

"کابلیان هر ورځ د خونړیو پېښو شاهدان دي، دوی هره ورځ د غم پر ټغر ناست وي او حتی زموږ خبریالان چې یوازې قلم او کمره لري، هم په امن کې نه دي او ماشومان چې له کورونو راوځي او یا ښوونځي ته ځي، ژوند یې په امن کې نه دی."

خو د کورنیو چارو وزیر وايي، امنیتي ځواکونه له شته ستونزو سره سره بیا هم هڅه کوي چې د وسله والو مخالفينو حملې شنډې کړي.

د ویس برمک په خبره، امنیتي او کشفي بنسټونه توانېدلي چې د وسله والو مخالفينو د ډېریو پلانونو او حملو مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان