روحاني: امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي

د ایران ولسمشر وایي چې امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي.

حسن روحاني نن یکشنبه په هغې وینا کې چې د ټلویزیون له لارې خپرېده، وویل چې ایران د اټمي تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرې پرېکړې په وړاندې د درېدو لپاره پلانونه لري.

روحاني ټینګار وکړ چې که امریکا له دغه تاریخي تړونه ووځي، تاسو به یې د یوې تاریخي پښېماني شاهد واوسئ.

ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که اروپایي متحدین یې دغه تړون اصلاح نه کړي، له هغې به ووځي.

پر امریکا سربېره جرمني، فرانسې، روسیې، چین او بریتانیا چې دغه تړون یې لاسلیک کړی، ویلي چې هغه د ایران لاس ته د اټمي وسلې د نه لوېدو ترټولو غوره وسیله ده او له امریکا یې غوښتي دي چې په هغه کې پاتې شي.