د وګړو د احوالو د ثبت اداره: شااوخوا یو میلیون کسانو ورقي تذکرې اخیستي

Afghanistan – Afghan ID card (Tazkara), 01Oct2012

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي چې د ورقي تذکرو د وېش په ملي کمپاین کې په تېرو درې میاشتو کې شااوخوا یو میلیون کسانو دغه تذکرې ترلاسه کړې دي.

دغه اداره وايي چې د پلان له مخې به د ورقي تذکرو د وېش په ملي کمپاین کې به شااوخوا لس میلیونه هغه افغانان تذکرې واخلي چې یا یې تذکرې ورکې شوې وي، یا شړېدلې او یا هم تر اوسه یې نه دي اخیستي.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"د تېر کال له دلوې میاشتې چې د ورقي تذکرو د وېش کمپاین پيل شوی، تراوسه په ټول افغانستان کې په ولسوالیو او د ولایتونو په مرکزونو کې شااوخوا یو میلیون تذکرې وېشل شوې دي."

افغان حکومت د ورقي تذکرو د وېش ملي کمپاین د ۱۳۹۶ کال د لوې د میاشتې په نیمايي کې پيل کړی چې د همدې کال په دوو میاشتو کې دوه لکه او ۳۶ زره کسانو، د روان لمریز کال په حمل میاشت کې دوه لکو کسانو او د ثور په میاشت کې شااوخوا پنځه نیم لکه کسانو تذکرې اخیستې دي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي او مدني فعالان اندېښنه څرګندوي چې د ورقي تذکرو د وېش په کمپاین کې درغلي کېږي او یو کس په بېلابېلو نومونو څو تذکري اخلي.

خو د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزی دغه خبره نه مني او وايي، که په دې اړه کوم اسناد موجود وي، له دوی سره دې شریک کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې ارین یون له ازادي راډیو سره په خبرو کې د حکومت له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ وویل، د افغانستان ټولو وګړو ته د تذکرو وېش به له ښې حکومتوالي سره مرسته وکړي.

ارین یون

نوموړې وویل:

"دا د هر افغان دنده ده چي د تذکرو د وېش لپاره کار وکړي، څو هر کس تذکره ولري، دا په ټولو برخو مثبت اغېز لري، په ځانګړي ډول په انتخاباتو کې تذکره زیاته مهمه ده، افغانان د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي، ممکن ځیني کسان تقلب وکړي چې حکومت باید ورته پام وکړي."

له دې سره په خوا کې د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني د برښنايي تذکرو په اخیستو سره دغه بهیر پیل کړ.

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، تراوسه شااوخوا ۲۰۰ کسانو دغه تذکرې اخیستي او نېږدې ۲۰۰۰ نورو کسانو ورته بای میټریک کړی.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، دوی به ډېر ژر دغه بهیر له ارګه راوباسي او په نېږدې راتلونکې کې به په کابل کې یو بل مرکز پرانيستل شي او ورپسې به ولایتونو ته وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه ناظر په سیمه کې د ورقي تذکرو د وېش په یو مرکز په انتحاري حمله کې لسګونو کسانو ته مرګ وژبله واوښته.

د افغانستان د وکړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، له اړوند امنیتي ادارو سره په مشورې او همکارۍ سره، دوی د تذکرو د وېش د مرکزونو امینتي تدابیر سخت کړي دي.

راپور: رحمت الله افغان