راشد خان چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې غوره لوبغاړی وپېژندل شو

د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی راشد خان چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي، پرون شنبې د حیدراباد د سن رایزر ټیم لپاره د ښې لوبې په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

راشد خان په څلورو اوورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د هند د غوره لیګ د سیالیو له پیله تر اوسه درېیم ځل دی چې راشد خان د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کوي.

حاضر دمه د حیدر اباد سن رایزر لوبډله د هند د غوره لیګ د سیالو د جدول په سر کې ده.

د هند په روانو سیالیو کې د راشد خان په ګډون د افغانستان درې لوبغاړي ګډون کوي.