پاکستاني چارواکي: بلوچستان کې ۲۳ کان کیدونکي وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي چې د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې د ډبرو د سکرو په کانونو کې په دوو جلا پېښو کې ۲۳ کان کیدونکي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې رئیس عطاالله خان نن یکشنبه وویل چې د بلوچستان ایالت د مرور د ډبرو د سکرو په کان کې د میتان ګازو د خپرېدو له امله چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې کان کیناست او ډېر کان کیندونکي په کې بند پاتې شول.

هغه زیاته کړه چې ۱۱ مړي یې را ایستلي او پنځه نور د لاندې په کان کې پاتې دي.

د کوټې یوه لوړپوړي چارواکي جاوید شهواني وویل، د پېښې پر مهال ۲۶ تنه د کان دننه وو چې ۱۶ یې مړه شوي او نور ژغورل شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي.

همدارنګه د سپین کارېز په کان کې په ورته پېښه کې اووه کان کیندونکي وژل شوي دي.