چارواکي: وسله والو مخالفینو په بغلان کې ۷ هندي انجنیران تښتولي

د بغلان چارواکي د وسله‎والو مخالفینو له لوري د ۷ هندي انجنیرانو او د هغوی د یوه افغان ډریور د تښتول کېدو خبر ورکوي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي نن یکشنبې ازادي راډیو ته د دې پېښې په تأیید سره وویل چې دغو انجنیرانو د خواجه الوان د برښنا پر سب سټیشن کار کاوه چې وسله‎والو نن سهار د کار ساحې ته په لاره د پلخمري د باغ شمال په سیمه کې له ځان سره بوتلل.

ښاغلي نعمتي د پېښې په اړه وویل:

"دوی د دوست هېواد هندوستان اتباع دي چې د خواجه الوان د برښنا په سب سټیشن کې کار کوي او نن یې غوښتل چې خپل کار ته لاړ شي چې د کوچه ملایان په سیمه کې یې موټر د دولت وسله‎والو مخالفینو ودراوه او هغوی یې له ځان سره بوتلل."

د بغلان والي زیاته کړه چې د قومي مشرانو په مرسته هڅې پیل شوي چې یرغمل شوي هندیان او د هغوی افغان ډریور ډېر ژر د وسله‎والو له منګولو راخوشې شي.

تراوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه‎دی اخېستی، خو د ازادي راډیو سیمه‎ییز خبریال وایي چې له هغې سیمې چې دوی تښتول شوي، هغه د وسله‎والو طالبانو د فعالیت ساحه ده.