جانسون واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه غږېږي

تمه ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون به نن یکشنبې د یوه دوه ورځني سفر لپاره واشنګټن ته ورسېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون به د متحد ایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پنس، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن او د کانګرس له غړو سره وګوري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی جانسون به په‎دې کتنو کې د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران په اټمي موافقه کې اصلاحات رانه‎شي، نو امریکا به ترې ووځي، خو داسې ښکاري چې ښاغلی جانسون به د نورو نړیوالو مسایلو په اړه هم په واشنګټن کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

خبرپاڼه زیاتوي:

بریتانیا، امریکا او نور اروپايي متحدان یې د ایران د هغو اقداماتو پر وړاندې چې نتیجه یې د منځني ختیځ ناامني ده او همدا راز د انټرنېټ له لارې د تهران د تخریبي فعالیتونو، د حزب‎الله د ملاتړ او د بالسټیک توغندیو د خطرناک پروګرام د مخنیوي لپاره په هڅو کې یوه خوله دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه روسیې، سوریې او شمالي کوریا ته د اشارې په ترڅ کې د ښاغلي جانسون له قوله لیکي چې وايي، بریتانیا او متحد ایالات په ډېرو نړیوالو مسایلو کې د بهرنۍ پالیسۍ له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

بریتانیا ویلي چې د ایران او شپږو پیاوړ قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته به ژمنه پاتې شي.

دا موافقه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوې وه.

تهران په‎دې موافقه کې منلې ده چې د نړیوالو بندیزونو د فسخ کولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا موافقه نیمګړې بللې او ګواښ یې کړی چې که د مې تر دولسمې نېټې پورې یې دا نیمګړتیاوې لېرې نه‎شي نو امریکا به ترې ووځي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګلامرکل د اپریل میاشتې په وروستیو کې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره په جلا کتنو کې له تهران سره د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي.

فرانسې او جرمني له بریتانیا سره ورته دریځ خپل کړی دی او له واشنګټنه غواړي چې له دې موافقې څخه دې نه وځي.