حاجي اغا: پاکستان د افغان سوداګرو مېوو ته د صادرېدو اجازه نه ورکوي

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان د قرنطین سرټفیکيټ له امله د افغان سوداګرو مېوو ته د صادرېدو اجازه نه ورکوي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تازه مېوو وخت په رارسېدو دی او باید د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې شته ستونزې حل شي.

ښاغلی حاجي اغا د کرنې له وزارته وغوښتل چې دغه ستونزې حل کړي .

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د کرنې اومالدارۍ وزارت نظر هم راواخلو، خو بریالي نشو.

حاجي اغا وايي چې له دې وړاندې افغانستان له پاکستان سره عنعنوي سوداګري درلوده، خو اوس د تازه مېوې د صادراتو لپاره د قرنطین سرټفيکیټ غواړي.