د بدخشان چارواکي وایي چې د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د بدخشان والي فیصل بېکزاد تېر ماښام ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د کوهستان ولسوالۍ یې بېرته له وسلهوالو طالبانو څخه نیولې ده.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وویل چې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته ډېر تلفات رسیدلي، خو دقیق شمېر یې تراوسه دوی ته نهدی معلوم ځکه سیمې لېرې دي او مخابراتي اړیکې هم خرابې دي.
روحاني دغه راز وویل چې په تشکان ولسوالۍ کې هم وسلهوالو طالبان په شا تمبول شوي دي.
طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.