د هرات په صنعتي پارک کې درې تولیدي فابریکې پرانیستل شوې

د هرات په صنعتي پارک کې درې تولیدي فابریکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د هرات د صنعت کارانو د ټولنې مشر حمیدالله خادم نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکې د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دي چې پرانیستل شوې.

نوموړی وايي چې دغه فابریکې د چپسو، د بسکیټو د تولید او د برښنا د پایوو د جوړونې په برخه کې فعالیت کوي.

خادم زیاتوي، په دې سره به د هرات په صعنتي پارک کې یوشمېر زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هم تر ډېره به هېواد ته د یادو توکو د ورداتو مخه ونیول شي.

ښاغلی خادم وايي چې د تولیدي فابریکو په جوړېدو سره وطني تولیدات وده کوي او دا د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ رول لري.