د کونړ اوسېدونکو د برښنايي تذکرو د وېش له پروسې ملاتړ وکړ

د کونړ اوسېدونکو د ولسمشر له خوا د برښنايي تذکرو د وېش له پروسې ملاتړ وکړ او له نورو خلکو يې وغوښتل چې باید تذکرې واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلې.

دوی وویل چې هرڅوک د برښنايي تذکرو د وېش مخالفت کوي، هغوی په هېواد کې روانه جګړه او نورې ناخوالې ختمول نه غواړي.

په دې اړه د شنبې په مازیګر په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو وویل، د برښنايي تذکرو د وېش له پرېکړې پوره ملاتړ کوي او ویې ویل، څوک چې افغانیت او اسلامیت نه مني، هغوی له داعش او د دولت له نورو وسله والو مخالفینو خطرناک دي او باید چې نومونه يې په تور لېست کې ولیکل شي.

دوی، وویل د برښنايي تذکرو له وېش سره به د بهرنیو استخباراتي کړیو د دسیسو مخه ونیول شي او څوک چې له دغو شبکو سره تړلي وي، د هغوی څېرې به هم څرګندې شي .

د غونډې ویناوالو او برخه والو له ولسمشره د ملاتړ ترڅنګ وغوښتل چې څومره ژر چې کېدای شي، باید ولایتونو ته هم د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ وغځوي.

اخوا د کونړ والي وحیدالله کلیمزي خلکو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به يې ولسمشر ته ورسوي، خو اوس چې د کاغذې تذکرو وېش پیل شوی، باید په شرایطو برابر کسان تذکرې واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې په خپل ګډون سره ښه استازي وټاکي.