د کندهار چارواکي وايي، د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور په ځان وژونکي حمله کې دوه پولیس او درې بریدګر وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق سکرتر غورځنګ افريدي ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اووه بجې د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې لومړی یو تن ځانمرګي بریدګر د موټر سایکل په وسیله د امنیه قوماندان د کور پر قرهول کې چاودنه وکړه او وروسته ۲ تنو نورو بریدګرو له پوليسو سره نښته پيل کړه.
د افريدي په وينا تر شاوخوا يو ساعت مقاومت وروسته دواړه حمله کوونکي ووژل شول.
افريدي زياته کړه چي په پېښه کې دوه پوليس وژل شوي.
د نوموړي په وینا د برید پر مهال د کندهار امنیې قوماندان په کور کې نه و او د کورنۍ غړیو ته یې هم زیان نهدی اوښتی.
تراوسه د پېښې مسؤليت چا نهدی منلی.