د افغانستان د دیني عالمانو سراسري شورا د دولت د وسله والو طالبانو لخوا د خندق په نامه د پوځي عملیاتو اعلان د اسلام او بشریت ضد بللی دی.
د عالمانو شورا دا خبره نن په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.
د افغانستان د دیني عالمانو شورا ویلي پیغمبر ص د خندق غزا د مشرکانو په مقابل کې کړې خو د وسله وال طالبان په دې نامه د افغانستان مومن ولس وژني.
د افغان دولت وسله والو مخالفینو تېره اوونۍ د خندق په نامه عملیات پیل کړل.
که څه هم طالبان وايي ددې عملیاتو هدف بهرني ځواکونه دي، خو تر اوسه په دې وسله والو فعالیتونو کې ګڼ شمېر ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.
ولسمشر غني د عالمانو د شورا ددې اعلاميي هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې حکومت به د افغانستان او افغانانو د ښیګڼې او خدمت لپاره به خپلې ژمنې عملي کړي.