د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي د تاجکستان له ولسمشر، امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې چې پرون جمعه خپره شوه، ویل شوي چې حکمت خلیل کرزي له ولسمشر رحمانه غوښتنه کړې چې د اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره او همدا راز دامنیت په برخه کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي.
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له تروریزم او افراطي ډلو سره د مبارزې په اړه په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجکسان ته تللی دی.
حکمت خلیل کرزي ویلي چې د افغانستان او تاجکستان د حکومتونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.