د افغانستان دفاع وزارت د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره تیاري نیسي.
د بدخشان کوهستان ولسوالي پرون سهار تر تقریباً، څلوروېشت ساعته شدیدې جګړې وروسته وسله والو طالبانو ونیوله.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش بېګا ازادي راډیو ته وویل:
"موږ تیاري نیولې، د افغانستان دفاعي ځواکونه زموږ د خاورې له بشپړتیا او ملي حاکمیته دفاع کوي او تیاري لري چې دهشت اچوونکي له ټولو سیمو چې خلکو ته ګواښ پېښوي وباسي، خصوصاً، د بدخشان د کوهستان ولسوالي له هغوی پاکه کړي."
د چارواکو په وینا، په کوهستان ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال، ۵ پولیس وژل شوي او ۳ پولیس زخمیان شوي دي.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو ویاند، جاوید سلیم ویلي چې ملي پولیس او سیمه ییز پولیس د کوهستان ولسوالۍ نېږدې کلیو او نورو ولسوالیو ته وتلي دي.